د اروپایي ټولنې غړې، هانا نویمان د طالبانو لخوا د لویي جرګې ترسره کولو په اړه ویلي چې ښځو ته له بلنې پرته یاده جرګه مشروعیت نه لري.
نوموړې نن (سه شنبه د چنګاښ ٧مه) په یو ټويټ کې لیکلي چې ښځې د افغانستان نیمايي ټولنه جوړوي.
نویمان لیکلی: «طالبان چې هر څومره جرګې را وغواړي کولای شي ترسره یې کړي، خو تر هغه چې ښځو ته پکښې بلنه ورنه کړل شي، دا پېښې مشروعیت نه لري.»
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ په یو ټویت کې ولیکل چې د دیني علماوو لویه ناسته به د لویي جرګې په تالار کې ترسره شي.
تر دې وړاندې د بشر حقونو په څار بنسټ کې د ښځو د برخې مسوولې هیدر بار په کابل کې د طالبانو لخوا یوې ناستې د چمتووالي په غبرګون کې ویلی و چې یو پرېکړه کوونکی بنسټ چې ښځې جلا کوي، مشروع کېدی نشي.
دا ناسته به سبا چهارشنبه په کابل ښار کې د لویې جرګې په تالار کې تر سره شي.
طالبان وایي چې دا ناسته د دیني علماوو د «زیات ټینکار» په خاطر جوړیږي