آیا لویه جرګه د افغانستان د درد لپاره رغوونکې نسخه ده؟

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې د ټولو قومو په ګډون د یو ټول ګډونه او مشروع حکومت د جوړولو له امله د کورنیو او نړیوالو فشارونو سره یو ځای، د لویې جرګې نوم یوځل بیا په ژبو راغلی، هغه جرګه چې د افغانستان سیاستوالو او عام وګړو ترمنځ هم خپل موافقین او مخالفین لري. د هېواد پخوانی ولسمشر، حامد کرزی په افغانستان کې د سیاسي نظام مشروعیت ورکول لپاره د لویې جرګې تر ټولو لوی موافق کس دی، خو د اسلامي حزب رهبر ګلبدین حکمتیار د لویې جرګې تر ټولو لوی مخالف دی او هغه د ۱۹مې پېړۍ نسخه ګڼي. د هېواد یو شمېر سیاسي فعالان او ښاریان هم په اوسنیو شرایطو کې لویه جرګه د افغانستان وژونکي درد لپاره ګټوره نسخه نه ګڼي او وایي چې د افغانستان خلکو اراده باید پخپله د دوی له لوري د رایې ورکول صندقونو ته په تګ سره تمثیل شي، نه یو څو سپارښتل شوي او هو ویونکي کسان. خو طالبانو تراوسه په افغانستان کې د سیاسي نظام د مشروعیت لپاره هېڅ پروګرام نه دی وړاندې کړی او د امارت ډول غږوي.

د سمنګان ولایتي شورا پخوانی رئیس نقیب‌الله تاتار چې خپله یې هم دوه ځلې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون کړی وايي چې ډېری جرګې په سپارښتل شوي بڼه ترسره کېږي او ګډون کوونکي کسان هم په دستوري ډول راغوښتل کېږي. تاتار زیاتوي: “د افغانستان ډېری پخوانیو ولسمشرانو له لویې جرګې څخه د خپل تورو کړنو د سرپوښ لپاره د یو سیاسي ابزار په توګه ګټه اخیسته تر څو هم په قدرت کې ابقا شي او هم مشروعیت ترلاسه کړي.”

تاتار په هېواد کې د اوسني ناورین یوازینۍ حل لاره د رڼو او ټول ګډونه ټاکنو ترسره کولو بولي.

په ورته وخت کې د پخواني نظام ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازي، عارف رحماني په یو ټویټ کې لیکلي چې “لویه جرګه یو قبیلوي سنت او له مشروعیت ورکول لرې کړنه ده او یوازې د قبیله پالونکو د منویات د اعمال لپاره یوه وسیله دهږ” رحماني زیاته کړې؛ چې جرګه په هېڅ ډول د هېواد راتلونکی نه شي روښانه کولی او د هېواد د نجات تګ لاره وشمېرل شي. یوازې د دې لامل کېږي چې له ډمرکراټيک مشروعیت لرې امارت، مشروعیت ومومي.

د ښځو حقونو فعاله عطیه محبوبي په دې اند ده، چې اوسني وضعیت کې د لویې جرګې جوړول، د طالبانو ښځينه ضد کړنو د پاکولو په مانا ده. محبوبي وايي؛ له ډېر وخت راپدېخوا، جرګې د قومي سلطې او امتیاز اخیستلو لپاره وې او راتلوونکي ته یې هېڅ ګټه نه درلوده. نوموړې څرګنده کړې، چې که طالبان هم همداسې وکړي، د ښځو له ګډون پرته د سپارل شوې جرګې په جوړولو سره غواړي د رسمیت پېژندل لپاره لارې چارې برابرې کړي.

له دې سره، د سیاسي فعالانو له ډلې عبدالمالک خادم اوغلي، په دې اند دی، چې د تاریخ په اوږدو کې د مشورتي لویو جرګو ترسره کولو ناکام و. نوموړی وایي هغه لویه ضربه چې د هېواد ښاریانو له لویې جرګې خوړلې د ۷ زره طالب بندیانو خوشي کول و چې د افغانستان تښتېدلي ولسمشر اشرف غني د حکومت په موده کې ترسره شوه. اوغلي د هېواد د بدبختۍ لویه لامل لویه جرګه او ورته نورې ناستې ګڼي چې له یو اړخه په قدرت کې د بدنومو څېرو د ساتلو لامل شوې او بل پلو یې هېواد ته ملا ماتوونکي مالي زیانونه رسولي.

د لویې جرګې موضوع هغه وخت زور واخیست، چې تېره اونۍ د طالبانو یو هیئت د ناروې هېواد په بلنه اُسلو ته سفر وکړ او د څو غربي هېوادونو له استازو سره یې ولیدل.

اړوند لیکنې

1 تبصره

cactus labs April 5, 2024 - 3:12 am

… [Trackback]

[…] There you can find 72123 additional Information to that Topic: aamajnews24.com/ps/jirga-2/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ