د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا تېره ورځ هند ته سفر کړی او له خپل هندي سیال نرېندرا مودي سره یې لیدلي.
دواړو یوه ګډه اعلامیه خپره کړې او یو ټول ګډونه سیاسي نظام پر جوړښت یې ټینګار کړی چې د افغانستان ټولو خلکو استازولي وکړي.
مودي او جاپاني سیال یې څرګنده کړې؛ چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره له نږدې همکاري کړي.
فومیو کیشیدا او نرېندرا مودي د ملګرو ملتونو امنیت شورا د (۲۰۲۱) کال د ۲۵۹۳ پرېکړه لیک پر ارزښت هم ټینګار کړی.
د راپورنو له مخې په دې پرېکړه لیک کې په ښکاره ویل شوي؛ چې د افغانستان له خاورې نه باید ترهګریزو کړنو، مالي لګښت پرې کولو، پلان جوړولو، زدکړې او پناه ورکول لپاره ګټه واخېستل شي.
د دواړو هېوادونو لومړیو وزیرانو بشري ناورین ته د لاسرسي، د بشر حقونو پراختیا پر ارزښت او په افغانستان کې د یو ټول ګډونه حکومت پر جوړښت ټینګار کړی چې د ټولو لورو استازولي وکړي.
د هند او جاپان لومړیو وزیرانو همداشان اوکراین د جګړې او شمالي کوریا د توغندیو آزمایښت سربېره د سیمه ییزو او نړیوالۍ په مسایلو هم خبرې اترې کړې دي.
ویل کېږي چې د ټول ګډونه حکومت جوړول، له ترهګرۍ سره مبارزه او بشر حقونو ته درناوی د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍ د هېوادونو شرطونه دي. خو طالبان وايي چې دا شرطونه یې پوره کړي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې په کابل کې د طالبانو له واک ته رسېدو څخه د اوو میاشتو په تېرېدو سره؛ تر اوسه هېڅ حکومت د دوی واکمني په رسمیت نه ده پېژندلې.