جاپان له افغانستان سره ۱۰۶ میلیون ډالره مرسته وکړه

لخوا Aamaj News

کابل کې د جاپان سفارت وایي چې دا هېواد افغانستان کې د بشردوستانه پروژو د پلې کولو لپاره ۱۰۶.۷ میلیون ډالره مرسته کړي.

د جاپان سفارت نن (سه‌شنبه د لېندۍ ۱۵مه) په خپل ټوېټرې حساب کې ليکلي چې دا پروژې به د ملګرو ملتونو د بنسټونو نړیوالو سازمانونو او غیر دولتي موسساتو لخوا د معیشت ښه کولو لپاره له بېلابېلو لارو چارو ترسره شي.

له دې سره د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته افغانستان سره د جاپان مرستې ۳۳۵ میلیون ډالرو ته رسېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته افغانستان کې بېوزلي او لوږه په بې‌مخینې ډول ډېره شوې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ