د عطامحمد نور په رهبرۍ اسلامي جمعیت ګوند له افغانستان څخه د شوروي جماهېرو د یوالي ځواکونو د وتلو ورځې د سلواغې ۲۶مې په تړاو یوه اعلامیه کې د افغانستان روانو بدلونو په تړاو غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې وروستیو کې د افغانستان د نظام سقوط هم یوه ترخه پېښه ده چې افغانستان یې د پرمختګ لپاره د کالونو هڅو وروسته، کالونه په شا بوتلو.
په دې بیانیه کې راغلي؛ چې اسلامي ګوند د خلکو رښتینې ادارې پر بنسټ مشروع سیاسي نظام باندې ټینګار کړي.
د عطامحمد نور څانګې اسلامي ګوند زیاته کړې، چې په افغانستان کې باید داسې نظام حاکم وي، چې وتوانېږي د ملت ټولو اقشرونو او د خلکو مشروعیت څخه استازولي وکړي او د افغانستان ټول خلک پکې خپل ګډون حس کړي او په نورو برخو کې له خپلو حقونو ګټه واخلي.
اسلامي جمعیت ګوند د یو پراخ، ملي ولسواک او د ټولو قشرونو په ځانګړي ډول د ښځو په ګډون سره رامنځته شوی نظام غوښتونکی دی.
دغه حزب پر ټاکنو او د خپل سیاسي برخلیک په ټاکلو کې د خلکو په رول ټینګار کړی.
په بیانیه کې راغلي؛ طالبان د خلکو سیاسي برخلیک په ټاکلو کې د ښاریانو حقونو، ټولنیز عدالت او د خکلو ګډون باندې هېڅ ډول باور نه لري او د طالبانو د حاکمیت دوام د افغانستان، سیمې او نړۍ په ګټه نه دی.
د نور څانګې اسلامي جمعیت ګوند لیکلي؛ چې که طالبان له ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې نه کړي، افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو په امن پټنځای بدل شي.
اسلامي جمعیت ګوند د افغانستان مالي زېرمو په تړاو د امریکا ولسمشر جو بایډن وروستۍ پرېکړه ناعادلانه او د افغانستان ملي ګټو په زیان بللې او زیاته کړې یې ده؛ چې امریکا باید په دې پرېکړه یوځل بیا غور وکړي.
یاد ګوند همداشان د ټولو هغه کسانو د خوشي کېدو غوښتنه کړې، چې له طالبانو سره په بند کې دي.