د استاد جلال نیولو؛ نړیوال غبرګونونه او کورنۍ غوسې راپارولې دي

لخوا Aamaj News

د آماج لخوا؛ د طالبانو له لوري د کابل پوهنتون استاد فیض‌الله جلال د نیولو خبر له خپرېدو وروسته؛ دا موضوع د سیاسونو، مدني فعالانو او ټولنیزو شبکو کارونکو د نیوکو له موج سره مخ شوه.

د نړیوالو اړیکو شننونکی ملک ستیز د فیض‌الله جلال د نیولو په غبرګون کې وایي چې د طالبانو بشري حقونو ضد رژیم په ښکاره ډول پر جنایتونو لاس پورې کوي. نوموړی زیاتوي؛ چې طالبان له پراخو هڅو سره هڅه کړي چې افغانستان کې د بشري حقونو لومړني ارزښتونه محدود کړي.

د فیض‌الله جلال مېرمن مسعوده جلال وایي؛ چې استاد جلال په هېواد کې پر ټولنیز عدالت او عادل نظام باندې باورمند دی. نوموړې دا مني چې فیض‌الله جلال طالبانو له ځان سره بوولی.

سیاسي فعال او د پوهنتون استاد مسلم شېرزاد د فیض‌الله جلال د نیولو په تړاو وایي؛ که چېرې وژلو او نیولو د دوام ډاډ ورکولی، حفیظ‌الله امین او نور به دوام کړی و. نوموړی زیاتوي: “له تاریخ باید زدکړه وکړو.”

نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي؛ چې هېڅوک په افغانستان کې په یوازې او استبدادي ډول حکومت نه شي کولی. همدې جهالت، بې ځایه غرور زموږ هېواد دې ځای ته ورسولو.

د کابل پوهنتون استاد سمیع مهدي د فیض‌الله جلال د نیولو په تړاو پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي؛ چې نوموړی د کابل پوهنتون پر ټولو زدکړیالانو لوی حق لري.

د مهدي په وینا؛ تر ټولو مهم درس چې استاد جلال زدکړیالانو ته ورکولو خپلواکي او جسارت و او تل په بې باکه ډول د مفسدینو او مستبدینو په وړاندې درېدلی.

هېواد نوموتي سندرغاړی فرهاد دریا د استاد جلال د نیولو په تړاو وایي؛ د استاد جلال یوازینی جرم دا و، چې ستاسې “طالبانو” په وړاندې یې د یو هېوادوال په توګه خپل نظر وړاندې کړ.

دریا طالبانو ته په خطاب کې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي؛ “په کوم مخ له نړیوالې ټولنې غواړی چې تاسې په رسمیت وپېژني؟ آیا ستاسې وحشت او تاوتریخوالی په وحشت وپېژني؟”

مدني فعالې بهار مهر هم د فیض‌‌الله جلال د نیولو په تړاو لیکلي؛ چې طالبان د نړیوال شناخت او په هېواد کې د ټولنیز انزجار څخه د ناهیلتوب وروسته، غواړي له ډېرو انسان تښتونو، سزا ورکولو او ځورولو سره خپلو مخو ته ورسېږي.

د استاد جلال نیولو بهرني غبرګونونه هم له ځان سره درلودل.

د نړیوالې عفوې سازمان له طالبانو غوښتي؛ چې ژر تر ژره دې بې له کوم شرط څخه د کابل پوهنتون استاد فیض‌الله جلال خوشي کړي.

فیض‌الله جلال د کابل پوهنتون یو له پېژندل شویو استادانو دی، چې هر حکومت کې یې غږ لوړ و او خپل لید لوری یې بې له کومې وېرې د بشري حقونو او عدالت په وړاندې، وړاندې کړی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ