د طالبانو حکومت امر کړی چې د ټولو بندیانو او نیول شویو کسانو دوسیې دې حل او برخلیک یې دې د شرعیت له مخې وټاکل شي.
د طالبانو صدراعظم، ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د طالبانو حکومت د کابینې ناسته کې همداشان ویل شوي، چې د بندیانو اړتیاوې دې پوره او حقونه یې دې په بشپړ ډول رعایت شي.
له دې وړاندې د تېر حکومت په دوره کې ډېری بندیانو څو ځلې ادعا وکړه چې بې له دلیل بندي او یا له مودې بند کې ساتل شوي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې طالبانو قدرت ته له رسېدو وروسته د جنایي بندیانو په ګډون ټول بندیان آزاد کړل. او اوسمهال یوازې یو شمېر جنایي بندیان او هغه کسان چې د داعش ډلې په غړیتوب باندې تورن دي، په زندانونو کې ساتل کېږي.
1 تبصره
Very well presented. Every quote was awesome and thanks for sharing the content. Keep sharing and keep motivating others.