د ازادګان جبهې ادعا: د پنجشېر لپاره مو د طالبانو پوځي سلاکار ووژلو

لخوا Aamaj News

د افغانستان د ازادګانو ملي جبهې ادعا کړې، چې د پنجشیر ولایت لپاره د طالبانو پوځي سلاکار نعیم چې په ملا دادا جان مشهور و، د یادې جبهې د ځواکونو له خوا وژل شوی دی.

د ازادګانو جبهې نن (یکشنبه، د غبرګولي ۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي: «نعيم ولد جمعه خان په ملا دادا جان مشهور، د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ د سنځلې کلي اصلي اوسېدونکی او د پنجشېر ولايت لپاره د طالبانو پوځي سلاکار، د ازادګان ملي جبهې ځواکونو په ځانګړي عمليات کې ووژل شو.»

دغه جبهې ادعا کړې ده، چې ملا دادا جان د طالبانو ضد جبهو په وړاندې د نورو سرتېرو د ګمارلو په موخه کندهار ته تللی و، چې په خپل ټاټوبي کې د مخکې پلان شوو عملیاتو په پایله کې وژل شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي، چې ملا دادا جان د پنجشېر اوسېدونکي په بېلابېلو پلمو ځورول.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې د ګرمۍ موسم په رارسېدو سره د هېواد په بېلابېلو برخو کې د طالبانو ضد جبهې ډېر شوې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ