انورالحق جبارخېل د نامالومو کسلنو لخوا کابل کې ووژل شو؛ طالبان: د پېښې عاملین نیول کېږي

لخوا Aamaj News

سرچینې مني چې د ټولنیزو رسنیو نوموتې څېره ډاکټر انورالحق جبارخېل د نامالومو وسلوالو لخوا وژل شوی.

د سرچینو په وینا؛ نوموړی تېره ورځ(سه شنبه د چنګاښ ۱۴مه) د کابل ښار ۱۲ ناحیې اړوند د سیدجمال الدین ښارګوټي اړوند سیمه کې وژل شوی.

د سرچینې په روایت؛ له جبارخېل څخه په ډزو د ویشتلو سره هم‌مهاله، سر ترې پرې کړل شوی.

خو یوه بله سرچینه آماج سره خبرو کې وایي چې جبارخېل دوه ورځې وړاندې د طالبانو اړوند یونیفورم لرونکو کسانو لخوا له خپل کور څخه تښتېدلی وو.

بل پلو کابل کې د طالبانو امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران ویلي چې نوموړی دوې ورځې وړاندې د کابل بګرامۍ ولسوالۍ کې د نامالومو کسانو په قتل رسېدلی.

نوموړي زیاته کړې چې د دوی ځواکونه هڅه کړي چې یاده قضیه کې لاس لرونکي کسان ونیسي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ