د ډونالډ ټرمپ لومړۍ مېرمنې له نړۍ سترګې پټې کړې

لخوا Aamaj News

د امریکا متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د درې اولادونو مور او لومړۍ مېرمنې ایوانا ټرمپ د ۷۳ کالونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

ایوانا په خپل ژوند کې یوه بریالۍ سوداګره، رسنیزه څېره، د موډل طراحه، لیکواله او موډله وه.

ډونالډ ټرمپ په خپله شخصي ټولنیزه رسنۍ (Truth Social) کې خبر په منلو سره لیکلي: خواشینی یم چې د ایوانا د مړینې خبر یې مینوالو ته ورکوم، نوموړې نیویارک ښار کې خپل کور کې ساه ورکړه.

نوموړي همداشان زیاته کړې: «ایوانا یوه فوق‌العاده ښایسته او حیرانونکې ښځه وه. جونیور، ایوانکا ټرمپ او اریک ټرمپ ورباندې ویاړي. ایوانا آرامه ویده شه.»

د ټرمپ کورنۍ هم د یوې بیانیې په خپرولو سره د ایوانا پر مړینه خواشیني څرګنده کړې.

په بیانیه کې راغلي: «زموږ مور یوه نه باور کوونکې ښځه وه. سوداګرۍ کې یو ځواک، په نړیواله کچه سپورټ کوونکې او یوه ځلېدونکې ښکلا وه.»

د بیانیې په دوام کې راغلي: «نوموړې له کمونیسم تېښته وکړه او دې هېواد ته یې غېږ ورکړه.»

ټرمپونه په ۱۹۸۰ لسیزه نیویارک کې قوي جوړه وه. دا جوړه په ۱۹۹۰ کال د ډونالډ ټرمپ او د جورجیا پخوانیو ښایسته نجونو له ډلې د مارلا میپلز سره د اړیکې د شعایاتو له امله بېله شوه.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ