د امریکا د کانګرس غړی: سپینې ماڼۍ اجازه ورکړه چې افغانستان سقوط وکړي

لخوا Aamaj News

د امریکا د استازو جرګې غړي ډرل آیسا له افغانستان څخه د امریکا د وتلو د پټو اسنادو له لیدلو وروسته ویلي، چې سپینې ماڼۍ اجازه ورکړې، چې افغانستان سقوط وکړي.

نوموړي د امریکا د ولسمشر جو بایډن هغه پخوانۍ څرګندونې هم رد کړې، چې ګنې د غني د حکومت د ژر سقوط تمه یې نه درلوده.

د امریکا د استازو جرګې غړي پرون فاکس نیوز ته ویلي چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې وویل چې په کابل کې امریکايي دیپلوماتانو مخکې هم سپینې ماڼۍ ته د افغانستان د حکومت د سقوط خبرداری ورکړی و.

دغه چارواکی چې د امریکا د استازو د جرګې یو له څو مهم غړیو څخه دی، په کابل کې د امریکا د سفارت اسنادو ته لاسرسی موندلی دی.

د فاکس نیوز د راپور له مخې، په کابل کې د امریکا د سفارت ۲۳ډیپلوماټانو او کارکوونکو په دغو مکتوبونو کې سپینې ماڼۍ ته خبرداری ورکړی و چې که امریکا له افغانستانه ووځي، طالبان به بیاواری دغه هیواد کې حاکمان شي.

دغو اسنادو ته په کتو سره جوته شوه چې ځینو امریکايي چارواکو د طالبانو د راتګ احتمال کم ګڼلی دی.

ښاغلي آیسا بایډن او نورو لوړ پوړو امریکايي چارواکو ته د نه پاملرنې له امله نیوکه کړی، ښاغلي آیسا وویل: “دوی پوهیدل چې افغان پوځ په هیڅ صورت د هیواد دفاع نشي کولی. “دوی پوهیدل چې کابل به په څو اونیو کې سقوط وکړي، خو دوی یې پریښودل.”

د آمریکا د کانګریس دغه غړي ویلي چې د آمریکا د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې امریکايي ډیپلوماټانو ته ویلي و چې د سقوط په اړه د دوی اندېښنې جدي نیسي، خو بالاخره سپینې ماڼۍ خپله تګلاره او پرېکړه بدله نه کړه.

بایډن د طالبانو د بریا په اړه ویلي و، چې افغان پوځ نه غواړي د طالبانو پر ضد جګړه وکړي. هغه د غني د حکومت په نسکورولو کې د امریکا هر ډول رول رد کړ.

کابل ته د طالبانو له ننوتلو یوه ورځ وروسته ښاغلي بایډن وویل چې د غني د حکومت نسکورېدل له توقع څخه ډېر چټک شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ