له څورلس کالونو وروسته ترکیې ته د یو اسرائیلي رهبر سفر، ولسمشر اسحاق هرتزوګ انقرې ته سفر وکړ

لخوا Aamaj News

د اسرائیلو ولسمشر اسحاق هرتزوګ له خپل ترکي سیال سره د لیدلو په موخه د ترکیې پلازمینې انقرې ته سفر وکړ. هرتزوګ د سفر په مهال خبریالانو ته وویل: “د ولسمشر اردوغان په بلنه د ګډو سیمه ییزو ګټو پر سر د خبر لپاره ځم، هغه سفر چې هیله لرم د اسرائیلو او ترکیې ترمنځ د ژورو خبرو اترو لارې چارې برابرې کړي.”

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي؛ چې د اسرائیلو لخوا د فلسطیني ځمکو د یرغمل کولو په غزه کې د له حماس شبه نظامیانو څخه د انقرې له ملاتړ وروسته د اسرائیلو او ترکیې اړیکې خورا ترینګلې شوې او په پایله کې په ۲۰۱۸م کال کې د سفیرانو له اخراج سره خپل وروستي حد ته ورسېدې.

تر دې چې په منځني ختیځ کې د اړیکو د جوړښت لپاره د ترکیې هڅې د دې لامل شوې چې رجب طیب اردوغان خبر ورکړي، چې د همکاریو د ژورو خبرو اترو لپاره یې د اسرائیلو ولسمشر ته بلنه ورکړې.

اردوغان ویلي: “دا سفر به د یو نوي عصر زېری ووسي او دواړه هېوادونه کولی شي اروپا ته د اسرائیلو د ګاز د لېږد لپاره له یو بل سره همکاري وکړي.”

انقرې ته د اسرائیلو د ولسمشر سفر په داسې حال کې کېږي؛ چې د اسرائیلو پخوانی ولسمشر د ولسمشر ټرامپ په هڅونه د منځني ختیځ له هېوادونو سره د اړیکو پراخولو په لټه کې دی او دا سیاست له هم دوام لري.

خو یوازينی هېواد چې دې اړیکو باندې یې نیوکه کړې، د ایران اسلامي جمهوریت دی. هغه هېواد چې اسرائیل د اسلامي نړۍ استراتېژیک دوښمن بولي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ