د امریکا متحده ایالاتو یو لوړپوړي چارواکي خبر ورکړی؛ چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د اسرائیلو صدراعظم، هستوي وسلو ته د ایران نه لاسرسي لپاره یو هوکړه لیک لاسلیک کوي.
یاد لوړ پوړي چارواکي زیاته کړې؛ چې د دواړو هېوادونو رهبران به نن (پنجشنبه د چنګاښ ۲۳مه) یو ګډ هوکړه لیک لاسلیک کړي چې هېڅکله هستوي وسلو ته د ایران د نه لاسرسي د اجازې نه ورکولو ژمنه کې شامل دی.
د یادې هوکړې په اړه نور مالومات لا نه دي خپاره شوي.
د یادونې وړ ده؛ چې بایډن تېره ورځ (چهارشنبه) د اسرائیلو پلازمینې تل آویو ته دننه شو او د یاد هېواد لومړي وزیر، یاییر لاپید یې هرکلی وکړ.
ښایي جو بایډن له یاییر لاپید سره له خبرو وروسته، د جمعې په ورځ له فلسطیني ځمکو لیدنه وکړي او له هغې ځای څخه د سعودي عربستان پلازمینې ریاض ته روان شي.