د اسرائیلو دفاع وزیر: حماس د غزې کنټرول له لاسه ورکړی دی

لخوا Aamaj News

د اسرائيلو د دفاع وزیر یووا ګالانت پرون (دوشنبه) اعلان وکړ چې حماس «د غزې کنټرول له لاسه ورکړی دی.»

په ورته وخت کې اسرائيلي رسنيو د غزې په پارلمان کې د اسرائيلي پوځ يوې قطعې عکس خپور کړی، چې د دغه هېواد بيرغ يې د بريا د نښې په توګه پورته کړی دی.

د اسرائیلو «ټایمز اف» خبري آژانس د اسرائیلو د دفاع وزیر له قوله ویلي چې «حماس نشي کولای د اسرائیلي دفاعي ځواکونو د پرمختگ مخه ونیسي؛ ترهګر جنوب ته تښتي او خلک د حماس اډې لوټ کړې دي.»

له بلې‌خوا، تر اوسه خپلواکو سرچینو د یووا ګالانټ څرګندونې نه دي تایید کړي؛ خو ګالانټ ویلي چې د دوی ځواکونو له پخواني پلان سره سم پرمختګ کړی او د حماس د تونلونو ویجاړولو ته یې شدت ورکړی دی.

راپورونه وايي، د غزې تر ټولو ستر طبي مرکز الشفاء روغتون ته څېرمه د اسرائیلي ځواکونو او فلسطیني وسله‌والو ترمنځ نښته شوې ده.

د جګړو زیاتوالی د دې لامل شوی چې زرګونه خلک چې په دې روغتون کې یې پناه‌ راوړې وو له هغه ځایه وتښتي.

خو اسوشېټېډ پرېس خبر ورکړی چې سلګونه ناروغان او نور کسان لا هم په روغتون کې پاتې دي او د روغتیا نړیوال سازمان همدارنګه ويلي، چې دغه روغتون له تېرو درېیو ورځو راهیسې له اوبو او برېښنا څخه محروم او تقریباً له کاره لویدلی ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ