د ژوندون ټلویزیون مشر اسماعیل یون ويلي، هغه کسان (طالبان) چې کلونه کلونه په پاکستان کې اوسېدل، اوس د افغانستان واکمنان شوي دي.
یون زیاته کړی چې طالبان غواړي د ژوندون تلویزیون ودانۍ په یوه دیني مدرسه بدله کړي.
اسماعیل یون، چې مېرمن یې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې وه او لور یې په لویدیځ کې زدهکړې کوي، څو ورځې وړاندې وویل چې د طالبانو واکمني د “قدرت د جزیرو د لمنځه وړلو” له امله د منلو وړ ده او د ۹۵ نمرو مستحقه ده.
یون یو له هغو اختلافي توکمیزو شخصیتونو څخه دی چې ځینی خلکو ورته د “افغانستان پیژندل شوی فاشیست” نوم هم ورکوی.