د شرق الاوسط ورځپاڼې د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي، حسین براهیم طاها څخه په نقل قول ویلي؛ چې دا بنست له خپلو ۵۷ غړو او د اسلامي پراختیا بانک (IDB) سره، د افغانستان شتمنیو د آزادولو لپاره له نړیوالو لورو سره په خبرو بوخت دی.
د اسلامي همکاریو سازمان دغه چارواکي ویلي؛ چې دا کړنه د افغانستان اقتصادي ناورین له حل کولو سره د مرستې لپاره ترسره کېږي او دغه سازمان د اسلامي پرختیا بانک څخه غوښتي چې د یو اماني صندوق جوړولو ته چټکتیا ورکړي.
د نوموړي په وینا؛ له دغه صندوق څخه موخه په افغانستان کې له انساني ناورین څخه د زیان لیدونکو کسانو ته له پراختیایي او بشري مرستو څخه ملاتړی دی.
شرق الاوسط لیکلي؛ چې د تېر میلادي کال په ډسېمبر میاشت کې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان وضعیت ته د لاسرسي په موخه د خپلو بهرنیو چارو وزیرانو فوق العاده غونډه جوړه کړه او په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې اسلامي پراختیایي بانک تر ملاتړ لاندې یو بشردوستانه اماني صندوق جوړ شي تر څو له هغې څخه افغانستان ته د بشردوستان مرستو د لېږد په برخه کې ګټه واخیستل شي.
طاها د افغانستان د صندوق جوړولو په اړه، شرقالاوسط ورځپاڼې ته وویل: “موږ د مالي صندوق د سرچینو همغږۍ لپاره خپلې ډيپلوماټيکې هڅې پیل کړې دي او په دې سازمان کې له مرسته کوونکو هېوادنو سره په اړېکه کې یو، چې د کار له پیل سره د صندوق حساب ته مالي مرستې وکړي.”
د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي تینګار کړي چې د افغانستان پیستو بندول، په دې هېواد کې د اقتصادي ناورین د ډېرښت لامل کېږي او ښایي د اسلامي همکاریو سازمان استازی ډېر ژر کابل ته سفر وکړي.
همداشان د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ او نورو مذهبې بنسټونو په رهبرۍ د عالمانو د یو لوړپوړي هیئت د جوړېدو غوښتنوکی شوی.
نوموړي ویلي؛ دا هیئت باید په اسلام کې د اعتدال او برابرۍ، په اسلام کې د زدکړو حق ته د لاسرسي او ښځو حقونو په ډول حیاتي مسایلو باندې خبرې وکړي.