د روسیې د فدرال امنیتي ادارې (FSB) نن (د زمري ۳۱مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ازموف اشاهونت په نوم د داعش ډلې یو غړی یې نیولی چې د هند د واکمن ګوند (بي جي پي) پر یوه غړي یې د ځانمرګي برید پلان درلود.
د روسیې فدرال امنیتي ادارې ویلي چې دغه ۳۰ کلن ځوان په وروستیو میاشتو کې په ترکیه کې د داعش له خوا جذب شوی و او بیا ورته امر شوی چې روسیې ته سفر وکړي، اړین اسناد ترلاسه کړي او بیا هند ته ولاړ شي او ځانمرګی برید وکړي.
د داعش دغه غړی په یوه خپره شوې ویډیو کې په روسي ژبه وايي چې په یاد برید کې د هند د واکمن ګوند (بي جي پي) له ویاند نوپور شرما څخه د غچ اخیستو پلان درلود چې حضرت محمد ته یې سپکاوی کړی و.
که څه هم د داعش د یاد غړي د تابعیت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د روسیې فدرال امنیتي ادارې نوموړی د منځنۍ اسیا د یوه هېواد تبعه بللی دی.
د مې په ۲۶مه د هند واکمن ګوند ویاند نوپور شرما په یوه تلویزیوني پروګرام کې د اسلام د پیغمبر په اړه څرګندونې وکړې چې په ټوله اسلامي نړۍ کې یې لاریونونه راوپارول.