کابل کې د پاسپورټ پر ریاست د برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخیست

لخوا Aamaj News

رویترز خبري آژانس “شنبه د جدی ۴مه” راپور ورکړی، چې داعش ډلې د یوې بیانیې په خپرولو سره؛ کابل کې د پاسپورټ پر ریاست د برید مسوولیت په غاړه اخیستی. 

تېره اونۍ پنجشنبه ورځ طالبانو اعلان وکړ؛ چې د پاسپورټ ریاست ته د یو ځان وژونکي له دننه کېدو یې مخنیوی کړی. د ځانوژونکي کس له وژلو وروسته طالبانو ادعا وکړه چې یاده پېښه کې چاته زیان نه دی رسېدلی. 

طالبانو پنجشنبه ورځ، خپلو کسانو ته د پاسپورټونو د وېش لپاره ځانګړې کړې ده، خو پر دغه ریاست له برید وروسته اوس د درې ورځ لپاره د پاسپورټونو وېش بند شوی. دا په داسې حال کې ده؛ چې د پاسپورټ ریاست له یوې میاشتې ځنډ وروسته خپل کار پیل کړی و. 

د کابل له سقوط ورسته، بیا تر اوسه پر طالبانو او عام وګړو د ګڼ شمېر وژونکو بریدونو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ