د امریکا متحده ایالاتو د داعش ډلې خراسان څانګې درې لویو غړو نوم، چې افغانستان کې فعالیت لري؛ د تروریستانو تور نوملړ کې ولیکلو.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی؛ چې د داعش ډلې خراسان ځانګې د رهبر او دوه لویو غړو نومونه یې د نړیوالو تروریستانو په نوملړ کې لیکلي. د دغه وزارت په وینا؛ امریکا به له خپلو ټولو شته امکاناتو څخه؛ د هغه تروریستان د هدف کولو لپاره ګټه واخلي چې ملکي وګړي وژني.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې؛ د داعش ډلې خراسان څانګې رهبر ثناالله غفاري چې په شاهاب المهاجر مشهور دی، د یادې ډلې ویاند سلطان عزیز اعظم، او مولوي رجب د یادې ډلې د رهبرۍ غړی؛ هغه درې کسان دي چې د نړیوالو تروریستان نوملړ کې یې نومونه لیکل شوي.
د یاد وزارت د راپور له مخې؛ شهابالمهاجر د ۲۰۲۰ کال حون میاشت کې د یادې ډلې د خراسان څانګې د رهبر په توګه ټاکل شوی او د افغانستان په ګوډ ګوډ کې د یادې ډلې د عملیاتو او دې عملیاتو ته د بودیجې چمتو کولو مسؤل دی. په ورته وخت کې، مولوي رجب د افغانستان پلازمینه کابل کې د داعش ډلې خراسان څانګې له کلیدي قومندانانو څخه دی چې د داعش ډلې عملیاتونه ته تګلارې جوړوي او همداشان د هغه ډلو د قومندانۍ مسؤلیت پر غاړه لري چې کابل کې بریدونه کوي.
په ورته وخت کې د امریکا مالیې وزارت ویلي؛ چې د داعش ډلې ملاتړ ترلاسه کوونکی عصمت الله خالوزي باندې یې هم بندیزونه لګولي. خالوزی د داعش ډلې خراسان څانګې نړیوال مالي تسهیل کوونکی دی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپورونو له مخې نوموړی په ترکیه کې د مالي وجوه د لېږد لپاره د داعش ډلې د سوداګریزو حوالو چارې پرمخ وړي. او په متحده عربي اماراتو کې یې مالي طرحه وړاندې کړې ده؛ چې نړیوالو مقصدونو ته د قیمتي نمونو د لېږلو طرحه هم پکې ده ترڅو د پلورلو سره یې د داعش ډلې لپاره پیسې ترلاسه کړي. د دې سربېره نوموړي د داعش ډلې لپازه د انسانانو قاچاق او په ځانګړي ډول له افغانستان څخه ترکیې ته د انسانانو قاچاق کې لاس لري.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا کړنه به یې مرسته وکړي ترڅو افغانستان یوځل بیا د نړیوالې ترهګرۍ په ځای بدل نه شي.
دا په داسې حاا کې ده چې په افغانستان کې د طالبان له قدرت ته رسېدو وروسته داعش ډلې خپل بریدونه زیات کړي او په خپلو بریدونو کې یې ډېری ملکي او غیر پوځي کسان په نښه کړي. خو طالبانو تل په افغانستان کې داعش ډله لوی ګواښ نه دی ګنلی.
1 تبصره
Watch the private life of other people live. Real life cam sex voyeur videos for free