عراقي رسنیو خبر ورکړی، چې دغه هېواد د کردستان په شمال کې پر دهوک ولایت د ترکیې د توپچي برید په غبرګون کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت کړی دی.
د عراق د کردستان د چارواکو په وینا، ترکیې له دغه هېواد سره د کردستان سیمې پولې ته څېرمه د دهوک ولایت په زخو ښار کې یو تفریحی مرکز د توپونو او توغندیو د بریدونو په موخه ګرځولی، چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوی او ۳۳ نور ټپیان شوی.
پرون (چهارشنبه، د چنګاښ ۲۹مه) عراق د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په دهوک ولایت کې د ترکیې د تیري په اړه شکایت وکړ.
ویل کېږي چې د یادو بریدونو په قربانیانو کې ۳ ښځې او ۲ ماشومان هم شته.
په همدې حال کې یوې ډیپلوماټیکې سرچینې د عراق پر دهوک د ترکیې د توپچي برید په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د عراق شکایت تایید کړی او ویلي یې دي: «بغداد به د ترکیې د تیري د مخنیوي لپاره یو لړ اقدامات وکړي.»
دعراق لومړی وزیر، مصطفی الکاظمی دترکیې د دغه برید په غبرګون کښې یاد هېواد د خپل هېواد پرضد په تیری تورن کړ او خبرداری یې ورکړ چې بغداد د ترکیې د تیر برید د ځواب ورکولو حق لری او حکومت به یې د خپلو وګړو د دفاع لپاره ټولې اړینې کړنې وکړي.»
نوموړي ټینګار وکړ چې دترکیې ځواکونو یوځل بیا دعراق دخلکو ژوند او مخندیتوب په نښه کړی، چې د عراق له ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه ګڼل کیږی او ښکاره تیری یې کړی دی.
د ترکیې دا بریدونه په داسې حال کې کیږي چې یاد هیواد له ډیرې مودې راهیسې د کردستان د کارګرانو له ګوند (PKK) سره د مقابلې ادعا کوي او د عراق په شمال کې له ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه کوي.
PKK چې له تېرو ۳۵ کلونو راهیسې د انقرې له حکومت سره په پوځي شخړه کې دي، د ترکیې، امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د یوې ترهګرې ډلې په توګه په رسمیت پېژندل کېږي.
عراقي مقاماتو او ګوندونو په پرله پسې ډول انقرې ته د دغه هېواد د خاورې د يرغل په اړه خبرداری ورکړی او له ترکيې څخه يې غوښتي دي چې د عراق په خاوره کښې له خپلو کړنو لاس واخلي او د یاد هېواد له ځمکنۍ بشپړتيا څخه سرغړونې بندې کړي. خو په تیرو میاشتو کې په عراق کې د ترکیې بریدونه دوام لري.