د طالبانو د مالیې وزارت وایي چې د افغانستان په بازارونو کې د تېلو د بیي د کنټرول او کموالي لپاره، ٣٥٠ زره ټنه تېل له ایران څخه واردوي.
د طالبانو د مالیې وزارت نن (شنبه، زمري ١) د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره لیکلی چې د تېلو او ګازو دولتي شرکت، د بهرنیو چارو وزارت، سوداګرۍ وزارت، مرکزي بانک او د نورم او ستنډرډ ادارې یو ګډ پلاوی ایران ته د تېلو پېرلو لپاره تللی.
په خبرپاڼه کې راغلی چې له یوه ایراني سهامي شرکت سره د ٣٥٠ زره ټن تېلو د پېرلو تړون لاسلیک شوی او افغانستان ته د وارداتو بهیر په راتلونکو ورځو کې پیلیږي.
د طالبانو مالیې وزارت زیاته کړې چې دغه پلاوی د دغه سفر په ترڅ کې له ایراني چارواکو سره د نفتي توکو د پېرلو، کیفیت، بیي او ټرانزیټ او د اړینو اسانتیاوو د چمتو کولو په اړه خبري کړي دي.
په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې طالبانو او ایراني چارواکو د دولت له دولت یا G2G تړونونو، د نفتي توکو د پایپ لاین جوړولو د کار دوام، ګډو چاڼخونو جوړولو او اوږدمهالو تړونونو د اجرا لپاره د یوې ګډي کمېټې پر جوړولو هوکړي ته رسېدلي دي.
دا په داسي حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د کابل په بازارونو کې د تېلو بیي په بې ساري ډول زیات شوی.
د راپورونو له مخي، یو لیټر ډېزل په کابل کې تر ١٢٠ افغانیو پلورل کیږي.