د ایران د بهرنیو چارو وزیر، حسین امیر عبداللهیان، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې ویلي؛ چې افغان واکمن دې د هلمند اوبو حق په اړه جدي همکاري وکړي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې؛ امیر عبداللهیان ټینګار کړی چې ایران له طالبانو جدي غوښتنه لري چې دوی د ایران د اوبو حق او د پولې اوبو په برخه کې د لازم الاجرا هوکړه لیکونو سره سم دوو اړخیزو ژمنو ته په عمل کې جدي پاملرنه وکړي او د یادې ستونزې په هوارولو سره، دا د دواړو لورو د همکارۍ او دوستۍ د پراختیا لامل کړي.
امیر عبداللهیان همدارنګه زیاته کړې؛ چې د دواړو هېوادونو په همکارۍ سره، د پللن شويو جرمونو، نشه یي توکو او انساني قاچاق او ترهګرۍ سره مبارزه زیاتېږي.
بلخوا امیرخان متقي په دغه خبرواترو کې له ایران سره د دوی د اړیکو پر پراخېدو ټینګار کړی.
متقي له ایران څخه غوښتي چې د کرهنې او نشه یي توکو مبارزې په برخه کې ایران څخه د لیدني په موخه د یو پلاوي لېږلو سره هوکړه وکړي.
نوموړي همدارنګه د دواړو لورو د خبرو اترو له دوام او د ایران انرژی وزارت له یو تخصصي پلاوي څخه چې د دغه هېواد د اوبو حق وڅاري، هرکلی کړی.
په تیرو څلورو لسیزو کې، د هلمند اوبو حق د ایران او افغانستان ترمنځ د اختلاف موضوع وه؛ خو پر دغه سیند د کمال خان بند جوړېدل او د اوبو راټولولو پیل، دغه د اوبو سرچینه د افغانستان تېر دولت ته په کنټرول راغله او د ایران اسلامي جمهوریت یې اندېښمن کړ.