د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان له یورونیوز سره په مرکه کې ویلي چې ایران ته د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په وروستي سفر کې یې ویلي “چې د طالبانو له چارواکو سره په خبرو کې مو په ښکاره ډول ویلي چې د په رسمیت پېژندلو شرط د ټولو قومونو په ګډون د ټول ګډونه حکومت جوړول دي.”
نوموړي ویلي؛ چې هره ورځ څه باندې پینځه زره افغان بېځایه شوي ماشومان، نارینه او ښځینه د ایران د پول خواته راځي او د افغان بېځایه شویو دا شمېره چې ایران ته دننه کېږي یوه وحشتناکه شمېره ښایي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې د نړۍ هېوادونو څو ځلې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړښت ټینګار کړی.
خو طالب چارواکو تل ټینګار کړی؛ چې د دوی حکومت ټولګډونه دی.