ایران او طالبان له داعش سره د مبارزې لپاره د همکاریو د پراخېدو غوښتونکي شول

لخوا Aamaj News

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی، حسن کاظمي قمي وایي چې کابل ته یې د سفر پرمهال له طالبانو ګټورې خبرې اترې درلودې او داړو لورو له داعش سره د مبارزې لپاره د همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې.

نوموړي یو ټوېټ کې لیکلي چې خپل دوه ورځې وړاندې سفر کې یې د طالبانو د صدراعظم مرستیال ملا برادر او بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره ګټورې خبرې اترې درلودې.

قمي ویلي چې دواړو لورو د مثبتو تعاملاتو پر پراختیا او بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د اقتصادي برخه کې د اړیکو پراخوالي باندې ټینګار کړی او له داعش سره د مبارزې په برخه کې یې د امنیتي همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې: «په یادو لیدنو کې ګډو دوښمنانو ته د پاملرنې پر اړتیا چې موخه یې د افغانستان او ایران دوه لویو ملتونو نښتې دي؛ ټینګار شوی او له دې دوښمنانو سره د مقابلې او هوښیارې اړتیاوې وڅېړل شوې.»

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ