د ایران رهبر د تاجیکستان له ولسمشر سره په لیدنه کې په افغانستان کې پر ټول‌ګډونه حکومت ټینګار وکړ

لخوا Aamaj News

د ایران مذهبي رهبر آیت‌الله خامنه‌ای د تاجیکستان له ولسمشر امام‌علی رحمان سره په لیدنه کې د طالبانو لخوا د ټول‌ګډونه او جامع حکومت پر جوړښت ټینګار کړی.

ایراني رسنیو راپور ورکړی؛ چې خامنه‌ای په دې لیدنه کې ویلي: «د افغانستان په اړه د تاجیکستان او ایران اندېښنې ګډې دي او موږ باور لرو چې هغه ښاغلي چې اوس په کار بوخت دي باید وتوانېږي له یو ټول‌ګډونه او جامع حکومت سره له ټولو ډلو ګټه واخلي.»

د ایران رهبرانو په دې اړه زیاته کړې؛ چې د افغانستان په اړه د ایران او تاجیکستان اندېښنې ګډې دي و دواړه هېوادونه په دې هېواد کې د ترورېزم او تکفیري ډلو له پراخېدو اندېښمن دي.

په ورته وخت کې؛ امام‌علی رحمان هم په دې لیدنه کې امنیتي امږندېښنې په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه او د ترورېزم پراختیا د دواړو هېوادونو تر منځ له مهمو موضوعاتو ګڼلې ده او زیاته کړې یې ده: «موږ په افغانستان کې د سولې، هوساینې او د ټولو توکمونو په ګډون د یو حکومت غوښتونکي یو او هیله لرو چې د ایران او تاجیکستان امنیتي همکاریو پر بنسټ پر اندېښنو غلبه وکړو.»

له دې وړاندې هم د ایران ولسمشر له امام‌علی رحمان سره په لیدنه کې د طالبانو لخوا د ټول‌ګدونه حکومت پر جوړښت ټینګار کړی وو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ