د ایران او تاجکستان همکارۍ او د سیمې پر وضعیت یې اغیزې

لخوا Aamaj News

ایران او تاجکستان چې د یوې ژبې او کلتور دوه هیوادونه دي او په دې وروستیو کلونو کې یې ښې او قوي سوداګریزې، کلتوري او پوځي اړیکې نه درلودې، داسې ښکاري چې په دې وروستیو کې په دې برخو کې د یو بل سره د لا ډېرو اړیکو لرلو هڅه کوي.

د تاجکستان ولسمشر امام‌علي رحمان د تېرې یکشنبې په ورځ پس له نهو کلونو د روان کال د مې په ۲۹مه ایران ته سفر وکړ. تر دې وړاندې ابراهیم رئیسي هم په خپل لومړني بهرني سفر تاجکستان ته تللی و. که څه هم رئیسي دې هیواد ته د شانګهای غونډي ته د ګډون لپاره تللی و، خو له تاجکستاني چارواکو سره یې لیدلي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د ښه کېدو په اړه یې نظرونه تبادله کړي دي.

دا چې د دغو هم ژبو او هم کلتورو دوو هیوادونو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا به د افغانستان او منځنۍ اسيا پر اوسنيو حالاتو څه اغېز ولري د څېړلو وړ ده.
ایران ته د تاجکستان د ولسمشر سفر په داسې حال کې شوی، چې په افغانستان کې وضعیت خورا کړکېچن دی او کله ناکله د طالبانو او د هغوی پلویانو لخوا د تاجکستان پر حکومت د مقاومت جبهې نه د ملاتړ له امله نیوکې کېږي.

د تاجکستان او قزاقستان ترمنځ سیاسي وضعیت هم کړکېچن دی او د قزاقستان د حکومت له خوا د ترکیې د بیرقداره بې پیلوټه الوتکو له پېرلو وروسته تاجکستان د خپل پوځي تمویل کوونکو د پیاوړي کولو په هڅه کې دی.

همدا ډول ایران چې په لومړي سر کې یې د طالبانو له حکومت سره د یوې هوکړې هڅه کوله، داسي ښکاري چې په دې وروستیو کې له طالبانو نا خوښ دی او ایراني چارواکو تل په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو ټینګار کړی دی.

که څه هم د افغانستان په اړه د ایران او تاجکستان ګډ دریځ او د یوه ټول‌شموله حکومت د جوړولو لپاره د دواړو هېوادونو غوښتنې تر هر څه زیات په د افغانستان په رسنیو کې منعکس شوې، خو د دغه سفر نور اړخونه هم د پام وړ دي.

د دې سفر په اړه هغه څه چې مهم کیدی شي؛ له ښاغلي امام‌علي رحمان سره په دې سفر کې د تاجکستان د اقتصاد، سوداګرۍ او انرژۍ وزیرانو ملګرتیا ده. د سیاسي چارو شنونکي د تاجکستان د چارواکو د دغه سفر موخه د ایران او تاجکستان ترمنځ اقتصادي، سوداګریزې او د انرژۍ په برخه کې د همکاريو پیاوړتیا بولي.

په دغه سفر کې بله موضوع د دواړو هیوادونو تر منځ د پوځي بې پیلوټه الوتکو په برخه کې همکاري ده. د ایران د اسلامی جمهوریت مشر له امام علی رحمان سره په کتنه کښې وویل: «تاجکستان ته د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز وروستی سفر او د بې پیلوټه الوتکو د تولید کارخوني پرانستل خورا مهم و.» هغه همدارنګه ټینګار وکړ: «نن ورځ بې پیلوټه الوتکي د هیوادونو د امنیت یو مهم عامل دی.» دغه څرګندونې د دواړو هېوادونو تر منځ د پوځي همکاریو د لا پراختیا ښکارندوینه کوي.

د ایران او تاجکستان د چارواکو لیدنې د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو پام هم ځانته اړولی دی، یو کارونکي په ټویټر کې لیکلي: «څه موده کيږي چې تاجکستان ته تګ راتګ خورا ډېر شوي دي. لومړی د ولسمشر او بیا سردار باقري او بیا د شمخاني او په تاجکستان کې د بې پيلوټه الوتکو د تولید کارخوني جوړول او اوس ایران ته د تاجکستان د ولسمشر سفر. فکر کوم څه خبره شته.»

د مقاومت جبهې یوه پلوي پخپل ټویټر کې لیکلي: «له نهو کلونو وروسته ایران ته د تاجکستان د ولسمشر سفر د تاجکستان او ایران په اړیکو کې یو مثبت بدلون دی او بې له شکه دا د مقاومت جبهې په ګټه دی.» یو بل کارونکي ويلي: «د پارسيانو سیاسي او پوځي ایتلاف د ډاکټر امیر عبداللهیان په تګلاره د جوړېدو او غړي نیولو په حال کې دی.»

دا چې دا هوکړي او همکارۍ به په سیمه کې څه بدلونونه رامنځټه کړي، وخت به ځواب ووايي. تر دې دمه داسي ښکاري چې د ایران او تاجکستان تړون په افغانستان کې د مقاومت د جبهې په ګټه دی او په قزاقستان کې د ترکي بیرغداره بې پيلوټو الوتکو پر ضد د خطر زنګ هم وهل شوی.

دغه راز له چين سره د ايران او تاجکستان نږدې اړيکې په اقتصادي ډګر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پيوستون ټکی کېدای شي. چین اوس مهال له ایران سره لسګونه ګډې پروژې لري او تاجکستان د چین د یوه ګاونډي په توګه له دغه هېواد سره ښې اړیکې لري.

اړوند لیکنې

6 تبصرې

smooth fm November 4, 2023 - 12:22 am

But wanna say that this really is quite helpful Thanks for taking your time to write this.

ځواب
RRI - Pro1 Kendari November 4, 2023 - 9:14 pm

very satisfying in terms of information thank you very much.

ځواب
bbc news fars November 10, 2023 - 5:38 pm

Thank you for starting this up. This website is something that is needed on the internet someone with a little originality! Watch bbc news fars

ځواب
TEVE2 November 11, 2023 - 5:39 am

Good post! We will be linking to this particularly great post on our site. Keep up the great writing

ځواب
Will it ever be possible for time travel to occur? November 15, 2023 - 11:45 am

naturally like your web site however you need to take a look at the spelling on several of your posts.

ځواب
dubai racing live tv November 18, 2023 - 4:01 am

I very delighted to find this internet site on bing just what I was searching for as well saved to fav

ځواب

یو نظر پریږدئ