د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په ایران کې له خپل ترکمنستاني سیال سردار بردي محمداف سره لیدنه کې؛ په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت په جوړولو ټینګار وکړ.
د ایرنا خبري آژانس د راپور پر بنسټ، رییسي نن (چهارشنبه د غبرګولي ۲۵مه) یوه خبري ناسته کې ویلي چې د افغانستان په اړه د ایران او ترکمنستان لید لوري یو بل ته نږدې دي.
رییسي یو ځل بیا افغانستان کې د ټولو سیاسي ګوندونو په ګډون د یو ټولګډونه حکومت پر جوړښت ټینګار کړی.
نوموړي زیاته کړې؛ چې له خپل ترکمنستاني سیال سره یې په خبرو کې؛ د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو اجلاس پر بحثونو ټینګار کړی.
نوموړي زیاته کړې: «په سیمه کې شته ستونزې او مسایل» باید د سیمې د مسوولینو په لاس حل شي او د پردیو هر ډول شتون ښایي ستونزې له ځان سره ولري.
په ورته وخت کې د ترکمنستان ولسمشر ویلي؛ چې ایران او ترکمنستان د دې غوښتونکي دي چې افغانستان په هوسا دولت باندې بدل شي او په اړنیو ملي او سیمهییزو ګډونونو کې شتون ولري.
د یادونې وړ ده؛ چې پر افغانستان د طالبانو له ۱۰ میاشتو واکمنۍ وروسته؛ تر اوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
د ټولګډونه حکومت جوړول د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍ هېوادونو یو مخکې شرط دی.