د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي نن (دوشنبه، د کب دویمه) د قطر له امیر شیخ تمیم بن احمد آل ثاني سره په ګډه ناسته کې ویلي؛ چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه باید د افغانستان له خلکو او سیاسي ډلو سره مرسته وکړي ترڅو یو ټولګډونه حکومت چې د افغانستان ټول توکمونه پکې برخه ولري جوړ شي.
رییسي په دې ناسته کې د ترورېزم، د افغانستان سیاسي وضعیت او د نشهیي توکو د قاچاق په ګډون مهمو سیمهییزو مسایل په اړه بحث کړی او ټينګار یې کړی؛ چې له ترورېزم او بېلابېلو ډولونو سره یې مبارزه د دغه دواړو هېوادونو له سیاسي لومړیتوبونو ده.
د ایران ولسمشر زیاته کړې؛ چې د افغانستان ګاونډیان او د سیمې هېوادونه باید د افغانستان له خلکو او سیاسي ډلو سره مرسته وکړي، تر څو په افغانستان کې یو ولسواک ټولګډونه حکومت رامنځته شي او له دې پرته به ناامني په دې هېواد کې بیا راوګرځي.
د ایران ولسمشر په داسې حال کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت جوړښت ته اشاره کړي، چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو لپاره د نړۍ د هېوادونو یو شرط هم د ټولګډونه حکومت جوړول دي.
طالب چارواکو تل ټينګار کړی، چې د دوی حکومت ټولګډونه دی.