د ایران بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان او د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري چې تهران ته په سفر تللی، د افغانستان په اړه یې خبرې اترې کړې دي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت وایي؛ چې امیر عبداللهیان په یاده لیدنه کې؛ افغانستان کې د ټولګډونه حکومت په جوړېدنه ټینګار کړی. نوموړي زیاته کړې: «د افغانستان د ستونزو د حل کلي، د ټولګډونه حکومت جوړونه ده.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ؛ د پاکستان بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې چې هېواد یې په افغانستان کې ثبات او امنیت ته په اندېښنه کې دی.
نوموړي زیاته کړې: «زموږ ګټې په افغانستان کې له سولې او امنیت سره ګرو دي. موږ ټینګار کړو چې دې حساس وخت کې باید له افغانستان څخه ملاتړ وکړو.»
زرداري څرګنده کړې: «موږ باید وغواړو چې د دوی بندې شوې سرچینې آزادې شي او طالبان هم د ټولګډونتوب په لور مخ په وړاندې لاړ شي او له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې ډېر ګامونه پورته کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو لس میاشتې تېرېږي خو لاهم هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
ویل کېږي چې ایران ته دا د بلاول بوټو زرداري لومړنی سفر دی.