د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره لیدنه کې د افغانستان وضعیت په اړه خبرې اترې کړې دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاده لیدنه تېره ورځ (جمعه د چنګاښ ۳۱مه) په پاکستان کې ترسره شوې او زرداري له طالبانو سره پر جوړونکي تعامل او عملي مرسته باندې ټینګار کړی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې:«پاکستان یو سولهییز، ثبات لرونکي او پرمختللي افغانستان ته ژمن دی.»
یاده لیدنه کې دواړو پاکستان کې د افغانستان کډوالو پر مدیریت، سیمهییز امنیت او افغانستان ته د پاکستان بنسټیزو بشري مرستو، له دې ډلې هېواد کې د وروستیو زلزلو مرستندویه هڅو باندې هم ټینګار کړی.
په ورته وخت حسن کاضمي قمي افغانستان کې د پاکستان له رغوونکي رول لوبولو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان سوله او ثبات د سیمې اوږد مهاله ثبات او هوساینې لپاره تر ټولو بنسټیزه اړتیا ده.
قمي له خپل پاکستاني سیال محمد صادق خان سره هم لیدلي او دواړو لور افغانستان کې«د بدلون په حال کې» وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
دوی هم د ګټور او عملي تعامل په ارزښت ټینګار کړی او سیمه کې یې د اړیکو او سوداګری په نویو بېلابېلو ابتکارونو نظر شریک کړی.