د ایران د پارلمان رييس: امریکا په افغانستان کې له داعش څخه د قومي او مذهبي فتنې د وسیلې په توګه کار اخلي

لخوا Aamaj News

د ایران د پارلمان رييس محمد باقر قالیباف ویلي، امریکا په افغانستان کې د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره له داعش څخه کار اخلي.

هغه زیاته کړه چې په دې کار سره امریکا هڅه کوي چې د افغانانو تر منځ قومي او مذهبي فتنه واچوي ترڅو دغه هېواد په یوه بې سابقې بحران کې ډوب کړي او د کابل له واکمن حکومت څخه باج واخلي.

نوموړي د خلکو د امنيت په تامينولو کې هم طالبان مسؤل وګڼل او زياته يې کړه، چې د امنيت ټينګښت د طالبانو دنده ده، چې له بده مرغه په ​​دې نه دي توانېدلي.

قالیباف ټینګار وکړ: «د یو ټول شموله حکومت جوړول چې د افغانستان د ټولو قومونو استازیتوب کوي، په دغه هیواد کې د تلپاتې امنیت د په تامین کي د بریالیتوب لپاره یو له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.»

دا په داسي حال کي ده چي په دې وروستیو اونیو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ترهګریز بریدونه زیات شوي چې د ډېرو مسوولیت یې داعش پر غاړه اخیستی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ