د ایران په بهرنیو چارو وزارت د «افغانستان برخې» پخوانی مسول: په افغانستان کې د داعش ګواښ جدي دی

لخوا Aamaj News

د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان پخواني مسول، محسن پاک‌آيين ایسنا ته په مرکه کي ویلي چې د افغانستان د ثبات لپاره د ګاونډیو هېوادونو هڅې د طالبانو د یو اړخیز چلند له امله تر اوسه ناکامې شوې دي. هغه زیاته کړې هيله مند دی چې په افغانستان کې یو ټول شموله حکومت را مینځته شي.

دغه تجربه کار ډیپلوماټ په افغانستان کې د تحولاتو په ځانګړې توګه په وروستیو اونیو کې وژونکو چاودنو په اړه یادونه کړې: «دا څرګنده ده چې د افغانستان راتلونکې ته یو له جدي خطرونو او زیانونو څخه په هېواد کې د داعش په څېر د تکفیري ترهګرو ډلو شتون دی.»

ښاغلی پاک آيين زیاته کړې «په حقیقت کې په سوریه او عراق کې د داعش له ماتې وروسته، امریکا د افغان د وخت حکومت په شنه څراغ سره د هغوی پاتې افغانستان ته راوستل او د هېواد په شمالي سیمو کې یې ځای پر ځای او په غیر مستقیم ډول یې ملاتړ وکړ.»

هغه ویلی، د امریکا اصلي موخه په افغانستان کې د بې ثباتۍ رامنځته کول وه، څو وکولای شي خپلو موخو ته ورسېږي.

دغه دیپلومات دا هم ویلي چې په وروستیو اونیو کې په افغانستان کې د چاودنو لړۍ دا ثابتوي چې داعش په افغانستان کې فعال دی.

ښاغلي پاک آیین زیاته کړې: «له بده مرغه د طالبانو حکومت دې مسلې ته بې تفاوته دی او جدي یې نه دی نیولی.» هغه په ​​دې خواشینی ښودلې چې حتی د طالبانو مشرانو هم له پیله ویلي چې داعش د افغانستان لپاره جدي ګواښ نه بلکې مبالغه ده.

دغه پخواني ایراني ډیپلوماټ ویلي:«نن ورځ موږ د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د داعش ترهګرې ډلې د بریدونو شاهدان یو، هغوی د خپل دریځ د ټینګولو په حال کي دي او دا کار افغانستان ته جدي زیان رسوي.»

ښاغلي پاک آیین په افغانستان کې د یوه ټول شموله او باثباته حکومت رامنځ ته کولو ته د طالبانو نه غاړه اېښونه او د افغانستان د ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پیژندل د شته وضعیت لامل بولي.

هغه په ​​پای کې وویل، «د افغانستان سره د مرستې او ثبات لپاره د ګاونډیو هېوادونو هڅې د طالبانو د یو اړخیز چلند له امله بریالي نه دي او موږ هیله لرو چې طالبان دې زیان ته جدي پاملرنه وکړي او په سیمه کې د ثبات شاهدان و اوسو.»

د افغانستان په برخه د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د پخواني مسول دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د داعش مرګونې حملې په ډراماتیک ډول زیاتې شوې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ