په کابل کې د ایران سفارت نن (دوشنبه، د سلواغې ۲۵مه) د یو ټویټ په خپرولو سره لیکلي؛ چې لا د افغانستان په لس ولایتونو کې د د دغه هېوادونو بشري مرستې اړمنو کسانو ته وېشل شوې.
د ایران سفارت په دې ټویټ کې لیکلي چې اوړو، وریجو او غوړیو په ګډون د ایران مرستو اتلسمې جوپې مرستې د غزني ولایت په قرباغ ولسوالۍ میشتو خلکو ته وېشل شوې.
د ایران سفارت زیاته کړې؛ چې د دغه هېواد بشري مرستې لا تر اوسه په هرات، بلخ، سرپل، ننګرهار، کندهار، بدخشان، کندوز او پنجشیر ولایتونو کې وېشل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو سره، د بهرنیو مرستو بندیل او مالي بندیزونه، بېوزلي، بېکاري او لوږه په افغانستان کې ډېره شوې.