ایران په افغانستان کې د ټولو توکمونو په ګډون د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو غوښتونکی شو

لخوا Aamaj News

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په مزارشریف کې د خپلو دیپلوماتانو د وژل کېدو د ۲۴ تلین په مناسبت، په یوه بیانیه کې یو ځل بیا په افغانستان کې د ټولو توکمونو په ګډون د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې لیکل شوی ”تجربه ښيي چې د افغانستان د ټولو نخبه وو په ګډون د یو داسې حکومت جوړول چې د دې هېواد د ټولو ذوقونو او ولسونو په استازیتوب چې د هغه دولت په نسبت د افغانستان د خلکو د تړون احساس له ځان سره ولري، کولای شي چې د افغانستان د پرمختګ لپاره لاره هواره کړي او د غرب له ظالمانه فشارونو او بندیزونو سره د مقابلې لپاره د خلکو وړتیاوې زیاتې کړي.“

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د مزارشریف د پیښې په اړه ویلی ”۲۴ کاله مخکې د افغانستان د کورنیو جګړو په اوج کې او مزارشریف ښار ته د طالب ځواکونو له ننوتو وروسته، د اخلاقي، انساني او نړیوالو ژمنو په خلاف، په مزارشریف ښار کښې زمونږ د هیواد پر نمایندګۍ برید وشو او د ایران د اسلامی جمهوریت دیپلوماتان او خبریال یې شهیدان کړل.“

په دغه اعلامیه کې ایران ټینګار کړی چې د دغه نه هېرېدونکي جنایت عاملین باید مجازات شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ