په رفسنجان کې خونړۍ شخړه؛ څلور ایرانیان او شپږ افغانان ووژل شول

لخوا Aamaj News

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې یو افغان د شخصي ستونزو له امله څلور ایرانیان او شپږ افغانان وژلي دي.

ایرنا خبري اژانس د ایراني چارواکو له قوله په یوه راپور کې لیکلي چې یو افغان پرون (یکشنبه، زمري ۱۶مه) لس کسان په چړو وژلي او د تېښتې پر مهال د دغه هېواد د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د ایرنا د راپور له مخې دغه پېښه د ایران د کرمان ولایت د رفسنجان په نوق سیمه کښې رامنځته شوې ده او علت یې شخصي شخړه بلل شوې ده.

د ایراني رسنیو په راپورونو کې ویل شوي چې قاتل رواني او د اعتیاد ستونزې درلودې او په افغانستان کې یې هم خپله کورنۍ او نورو خلکو ته د وژلو ګواښ کړی و.

د ایران د سیمه ییزو چارواکو په وینا، دغه افغان د نیول کېدو پر مهال هڅه وکړه چې په چاړه ځان ووژني؛ خو نه دی بریالی شوی.

اړوند لیکنې

1 تبصره

91.7 The Edge - WSUW November 5, 2023 - 12:39 am

I really like reading through a post that can make men and women think. Also thank you for allowing me to comment!

ځواب

یو نظر پریږدئ