د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي د خبرو په وړاندي کلک غبرګونونه؛ ”د سوریې جګړې ته د هزارګانو استول قرباني کول نه و؟“

لخوا Aamaj News

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازی، حسن کاظمي قمي خبري له کلک غبرګونونو سره مخ شوي او ځیني هغه د طالبانو په ملاتړ د ایران د سیاست دوام بللي دي.

ښاغلی قمي د بلخاب د جګړې په غبرګون په یو ټویټ کې لیکلی چې په افغانستان کې د یو ”موخییزي ګډوډۍ“ لپاره د امریکا لومړیتوب قومي او مذهبي جګړه اچونه ده څو تاجیک او هزاره د خپلي طرحي قرباني او د افغانستان ناورین سیمه ییز کړي.

هغه زیاته کړې چې په بلخاب کې جګړه د امریکا مقدماتي فتنه ده او هرڅوک چې یې لمن وهي د هغه هیواد په سناریو کې لوبېدلی.

خو د افغانستان په چارو کې د ایران ولسمشر د ځانګړي استازي دغه خبري له تند او پراخ غبرګونونو سره مخ شوي او یو شمېر، یې منافقانه بللي. سردار سعیدي، یو فعال هزاره تبار ځوان پوښتنه کړې: ”د سوریې جګړې ته د هزارګانو استول قرباني کول نه و؟“

په همدې حال کې هزاره تبار سیاسي فعال، سلیم جاوید ویلی چې ”د ایران د رژیم ملایان تل د زمانې یزیدانو ملاتړ کړی دی.“

په ورته وخت کې یو المان مېشت شیعه مذهب سیاسي او رسنیز فعال، مشکور کابلي لیکلی: ”شاغلی قمي؛ که په پنجشېر او بلخاب کې د تیري او استبداد په وړاندې زموږ د خلکو له مقاومت څخه ملاتړ نه کوﺉ، مه یې کوﺉ خو تخطيه مه کوﺉ چې په سوریه کې د افغانانو شتون او له فلسطین څخه ستاسو ملاتړ به خپل مشروعیت له لاسه ورکړي. د ٧٠مي لسیزي په څېر لږ وروسته متوجه کېږﺉ چې غلطي لاري ته مو مخه کړې ده.“

د کډوالو په برخه کې فعال، سید خراساني هم په یو غبرګون کې لیکلی: ”تاسو له هغو خلکو سره چې په ډېر ابتدایي امکاناتو سره هڅه کوي چې د خپل پلرني مځکو څخه دفاع وکړي مرسته مو ونکړه. په بدل کې د طالب تندلاري او توتالیتر رژیم په وړاندي مقاومت ته فتنه وایاست. په همهغه کچه چې له بلخاب څخه دفاع زموږ لپاره سخته تجربه وه، ستاسو لپاره ډکه کرښه وي.“

دا غبرګونونه په داسي حال کې کیږي چې شاوخوا ټول هغه درې سوه کسان چې د حسن کاظمي قمي تر لیکني لاندي نظر ورکړی، د هغه خبري غندلي او هغه یې د افغانستان په وړاندي د ایران غلط سیاست ګڼلي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ