د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي یو ځل بیا امریکا په خپل هېواد کې په روان وضعیت تورنه کړې او ویلي یې دي چې امریکا د یو «ویجاړ» ایران په لټه کې ده.
د ایران ولسمشر نن (چهارشنبه د لېندۍ ۱۶مه) تهران پوهنتون کې د وینا پر مهال افغانستان یو «ویجاړ هېواد» وبللو.
رییسي وویل: «د امریکا متحده ایالات د افغانستان، سوریې، لیبیا او نورو هغه هېوادونو په څېر د یو ویجاړ شوي ایران په لټه کې دي، چې د دې هېواد لخوا ورباندې تېری شوی دی.»
په داسې حال کې ده چې ایران کې لاریونونه ورځ تربلې پراخېږي، د ایران ولسمشر امریکا په دې هېواد کې د لاریونونو له ملاتړو بللې ده.
د یادونې وړ ده، چې ایران کې د افغانستان ډېری وګړي په لاریونونو کې د ګډون په تور نیول کېږي او یا هم په زور سره له هېواده وېستل کېږي.
1 تبصره
very satisfying in terms of information thank you very much.