د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي وایي چې امریکا لا هم د افغانستان پر فضا کنټرول لري.
قمي زیاته کړې ده چې امریکا په تېرو کالونو کې افغانستان کې د قومي او مذهبي جګړو د پراخولو لپاره خورا ډېرې هڅې کړې دي.
د ایران مهر خبري آژانس راپور ورکړی چې قمي دا خبرې په یوه ټلویزیوني خپرونه کې کړې دي.
نوموړي وویل: «امریکا او ملاتړي یې لکه انګلیس او یو شمېر عربي هېوادونه هڅه کړي چې د طالبانو او ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د بېباورۍ فضا رامنځته کړي.»
د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي په دوام کې وویل چې امریکا د ملتونو د ګټو په لټه کې نه ده او دا هېواد اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په څېر هېوادونو کې پیاړوی حکومت ورغول شي.
نوموړي همداشان څرګنده کړې ده چې امریکا غواړي ثابته کړې چې افغانستان کې د دوی له شتون پرته بېثباتي او ګډوډي ډېرېږي.
د ایران د ځانګړي استازي په وینا، هغه څه چې یې هېواد په دې موده کې ترسره کړي افغانستان کې د ترهګرۍ له منځه وړلو سره مرسته، د کډوالۍ کمول او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د سیمهییزې یو بل منل رامنځته کول دي.
حسن کاظمي قمي یو ځل بیا ټينګار کړی چې ثبات ته د لاسرسي او د ترهګرۍ له منځه وړلو لپاره یوازینۍ لاره افغانستان کې د ټولو توکمو نو په ګډون د ټولګډونه حکومت رغول دي.
نوموړي تر دې وړاندې ویلي وو چې امریکا د داعش تر ټولو لویه ملاتړ کوونکې ده او دا هېواد په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات غوښتونکی نه دی.
1 تبصره
… [Trackback]
[…] Read More on on that Topic: aamajnews24.com/ps/iran-95/ […]