د ایران سفیر: طالبان د تاجېکانو، ازبېکانو او شیعیانو لپاره «دوامداره بدبختي» ده

لخوا Aamaj News

د بلک ریوارډ هېکري ډلې د فارس خبري آژانس هغه فایل برملا کړی چې محتوا یې کابل کې د ایران اسلامی جمهوریت د سفیر بهادر امینیان خبرې دي.

امینیان په دې «رسنیزه خپلمنځي او د نه خپرېدو وړ» ناسته کې ویلي: «طالبان د فارسي ژبې لپاره نه جبرانېدونکې وبا ده. طالبان د ځوانانو لپاره مطلق ناهیلیتوب دي. د ایراني تمدن او کلتور لپاره ویجاړونکي او د افغانستان توکمونو په ځانګړي ډول د تاجېکانو او ازبيکانو لپاره دوامداره بدبختي ده.»

کابل کې د ایران سفیر همداشان زیاته کړې: «د طالبانو ډله یو ناورین او د افغانستان او مسلمانانو شرم جوړونکي دي. د افغانستان شیعیانو لپاره خواشینوونکی ناورین او د ښځو لپاره یو بد خوب.»

خو امینیان له طالبانو سره د ایران داړیکې په توجیه کې زیاته کړې ده: «موږ هېڅ لاره نه لرو، له دې پرته چې د طالبانو تر څنګ ودرېږو او له دوی څخه ګټه واخلو.»

نوموړي وروسته طالبانو د مغولو له لښکر سره پرتله کړي او زیاته کړې يې ده: «موږ تاریخي تجربه لرو چې مغول زموږ هېواد ته راغلل؛ خو زموږ کلتور او تمدن دومره غني وو چې له مغولو مو ګټه واخیسته. دوی مو مسلمان او شیعه کړل. اوس هم که وتوانېږو چې ورته کار ترسره کړو، لارې چارې یې برابرې دي.»

کابل کې د ایران سفارت په یو غبرګون کې دا خبر جعلي بللی دی.

یاد سفارت په یو ټوېټ کې لیکلي: «ورته ناریښتیني او مغرضانه راپورونو خپرول نه‌توانېږي چې د دوه ملګرو او وروڼو هېوادونو افغانستان او ایران ترمنځ د ژورو اړیکو مخه ډب کړي.»

طالبانو تر اوسه په رسمي توګه د بهادر امینیان د خبرو اړه غبرګون نه دی ښودلی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ