ایران پر سعودي عربستان د برید په اړه راپورونه رد کړل

لخوا Aamaj News

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ناصر کناني پر سعودي عربستان د ایران د برید په اړه وروستي «ګواښونکي» راپورونه رد کړي او هغه یې «بې بنسټه او بې اساسه» تورونه بللي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره ورځ (چهارشنبه) په یوه خبری غونډه کې په نړیوالو رسنیو په نیوکې سره وویل: «د دغه ډول مغرضانه خبرونو خپرول د اسلامی جمهوریت په خلاف د منفی فضا د رامینځته کولو او د سیمي هیوادونو سره د اوسنیو مثبتو بهیرونو د خرابولو په موخه ترسره کیږي.»

نوموړي زیاته کړې: «ایران لخوا سعودي عربستان ته د ګواښ په اړه د لویدیځو رسنیو راپور بې اساسه تورونه دي.»

ښاغلي کنعاني ټینګار کړی چې هیواد یې د نړیوالو اصولو او قوانینو په چوکاټ کې د دوه اړخیزه درناوي پر بنسټ له ګاونډیانو سره خپلې پالیسۍ ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې وال سټریټ ژورنال د سه شنبې په ورځ د امریکايي او سعودي چارواکو له قوله راپور ورکړ چې ایران په سعودي عربستان په نږدې راتلونکي کې د برید پلان لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ