د مهسا امیني مړینه؛ د ایران د کورنیو چارو وزیر: ستونزې جوړونکي پېژندل شوي او ورسره به قانوني چلند وشي

لخوا Aamaj News

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د هیواد په یو شمیر ښارونو کې د لاریونونو د پراخېدو په غبرګون کې لاریون‌کوونکو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې «ستونزې جوړونکي» پیژندل شوي او ورسره به چلند وشي.

وحیدي نن (شنبه، د تلې دویمه) یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې مهسا امیني د ارشاد ګزمې د امنیتي ځواکونو له خوا د نیول کېدو پر مهال «وهل شوې» نه ده.

نوموړي په ایران کې د انټرنېټ د بندیدو په اړه وویل چې دا بندیزونه د «ستونزې جوړونکو د کنټرول» لپاره دي.

د يادونې وړ ده، چې د يوې ۲۲ کلنې ايرانۍ کوردۍ نجلۍ مهسا اميني له وژل کېدو وروسته د ايران په يو شمېر ښارونو کې لاريونونه پيل شوي او تر دې مهاله پراخ شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ