د مهسا امیني د مړینې په اړه غبرګونونه؛ امریکا: د هغې وژنه وحشتناکه او له بشري حقونو څخه ستره سرغړونه ده

لخوا Aamaj News

د مهسا امیني په نوم د یوې ایرانۍ نجلۍ مړینه چې د دې هېواد د ارشاد ګزمې د مامورینو له خوا د هغې د جامو اغوستلو له امله نیول شوې وه، له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان د مهسا امیني له مړینې ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

جیک سلیوان په خپل ټویټر کې لیکلي: «موږ د مهسا امیني په مړینې په ژوره توګه خواشیني یو، چې د راپورونو له مخې د ارشاد پولیسو په بند کې له وهلو ټکولو وروسته مړه شوې – د هغې مړینه د بښلو نه ده. موږ ایراني چارواکي د بشري حقونو د دې ډول سرغړونو مسوول ګڼو.»

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د نوموړې مړینه ټکان ورکوونکې، وحشتناکه او له بشري حقونو څخه ستره سرغړونه شمېرل کېږي.

د ایران په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي د نوموړې مړینه «وحشتناکه» بللې.

له بلې خوا د بشري حقونو د څار ډلې د مهرا امیني مړینه «ظالمانه» بللې او ویلي یې دي: «ایراني چارواکي باید د اجباري حجاب قانون لغوه کړي او نور هغه قوانین لغوه یا تعدیل کړي چې ښځې له خپلواکۍ او حقونو محروموي.»

مهسا امیني چې له خپلې کورنۍ سره له سقز څخه تهران ته د خپلو خپلوانو لیدو ته تللې وه، د ارشاد ګزمې د اجنټانو له خوا تر نیول کېدو څو ساعته وروسته په کوما کې شوه او درې ورځې وروسته په روغتون کې مړه شوه.

د تهران پولیسو ویلي چې مهسا امیني د «افسرانو لخوا د ناسم پوښښ او د ژمنې او توجیه ترلاسه کولو» له امله نیول شوې وه.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ