له غبرګونونو وروسته؛ قمي وضاحت ورکړ: نه مې دي ویلي چې مقاومت جبهه امریکایی ده

لخوا Aamaj News

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاضمي قمي په خپلو نویو څرګندونو کې ویلي چې د مقاومت جبهې په اړه خبرو کې یې د امریکایي والي په اړه غلط تعبیر اخیستل شوی.

قمي یوه خبره ناسته کې وایي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ایران لومړی هېواد وو چې د مقاومت جبهې رهبر او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو کوربه‌توب یې وکړ.

نوموړي څرګنده کړې؛ چې د افغانستان ملي مقاومت جبهې رهبر احمد مسعود د یاد هېواد د ټولنې د یوې برخې استازی دی او د طالبانو په وړاندې له خپلو خلکو ملاتړ کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې هېڅکله یې احمد مسعود او مقاومت جبهه امریکایي نه دي بللي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې یو شمېر رسنیو له قمي څخه په نقل قول راپور ورکړی وو چې امریکا په افغانستان کې د مقاومت جبهې په رامنځته کولو سره توکمیزې جګړې او ګډوډۍ رامنځته کړې دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ