په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ له یو کال پوره کېدو سره، د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی، حسن کاظمي قمي وایي چې امریکایانو شل کاله دا هېواد یرغمل کړ او افغانستان یې بنسټیزو نابودیو او ویجاړیو په لور بوتلو. نوموړي زیاته کړې چې امریکا دې ۲۰ کالونو کې د خلکو پراخې وژنې وکړې.
نوموړي د ایران له صدا او سیما سره په خبرو اترو کې ویلي: «له افغانستان څخه د امریکایي پوځیانو پلان شوي تېښتې څخه یو کال تېرېږي؛ د دې مانا دا ده چې افغانستان کې د امریکا جاسوسي سروېسونه لا هم افغانستان کې شته او په بېلابېلو برخو کې خپلو ویجاړونکو کړنو ته دوام ورکوي.»
د نوموړي په وینا؛ د افغانستان دننه د ناامنیو د پام وړ برخې لامل خپله امریکایان وو.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي څرګنده کړې چې امریکایانو په افغانستان کې یو بې ګټې دولت جوړ کړی وو. د نوموړي په باور امریکایانو ونه غوښتل چې افغانستان کې یو حرفوي پوځ جوړ شي او په ځان پورې تړلی دولت او پوځ یې جوړ کړ تر څو خپل شتون توجیه کړي.
قمي ټینګار کړی چې امریکا افغانستان کې د خپل شل کلن شتون پر مهال په بمباریو سره د واده پروګرامونه د خفګان په مراسمو بدل کړل.
نوموړي ویلي چې امریکایانو په افغانستان کې ماتې وخوړه او وتښتېدل. د حسن کاظمي قمي په باور د امریکا ماتې یو له لاملونو دا وو چې دوی د ولسي مقاومت مخه ونیوله.
نوموړي زیاته کړې چې امریکا افغانستان کې له ترورېزم سره مبارزه ونه کړه؛ بلکې په دې هېواد کې د ترورېزم زېږون وو.
قمي څرګنده کړې چې امریکا د داعش لویه ملاتړې ده او دا هېواد په افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات غوښتونکی نه دی.
2 تبصرې
This was beautiful Admin. Thank you for your reflections.
Also I ve shared your site in my social networks!