۲۴ کاله وروسته؛ ایران یو ځل بیا په مزارشریف کې د دغه هېواد ډیپلوماتانو د قاتلینو د سزا غوښتونکی شو

لخوا Aamaj News

ایران په افغانستان کې د خپلو ډیپلوماتانو له وژنې ۲۴ کاله وروسته یو ځل بیا په مزارشریف کې د خپلو ډیپلوماتانو د قاتلینو د سزا غوښتونکی شوی.


په افغانستان کې د ایران سفارت نن (یکشنبه، زمري ۱۶مه) په یو ټویټ کې ټینګار کړی چې دغه هېواد په مزارشریف ښار کې د دغه هېواد پر کونسلګرۍ د برید د عاملینو د پېژندنې او مجازاتو غوښتنه کړې ده.

یاد سفارت د خواشیني په څرګندولو سره ویلی چې دوی «د دې خواشینوونکې پېښې د عاملینو د پېژندلو او محاکمې» غوښتوکي دي.

د ایران دا غوښتنه په داسې حال کې ده، چې سبا (دوشنبه، زمري ۱۷مه) په مزارشریف ښار کې د دغه هېواد په کونسلګرۍ کې د ایراني ډیپلوماتانو د وژل کېدو له ۲۴مې کلیزې سره برابره ده.

په ۱۳۷۷ کال کې په مزارشریف ښار کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، یو شمېر وسله والو په دغه ښار کې د ایران پر کونسلګرۍ برید وکړ، ۱۰ ایراني ډیپلوماتان او یو خبریال یې ووژل.

طالبانو هغه مهال په دې پېښه کې لاس لرل رد کړل او هغه يې د غير مسوولو ډلو کار وبلل.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ