ایران د کورنیو چارو وزارت: طالبان دې خپل ځواکونه د سرحدي محدودیتونو په اړه پوه کړي

لخوا Aamaj News

د ایراني پوله ساتو او طالب جنګیالیو تر منځ له څو ساعته نښتې وروسته، د ایران د کورنیو چارو مرستیال وزیر وايي، طالبان باید خپلو ځواکونو ته د سرحدي محدودیتونو په اړه خبر ورکړي.

له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، ناصر کنعاني وايي چې طالب ځواکونو د دواړو هېوادونو تر منځ د سرحدي کرښو په اړه کره معلومات نه لري او کړنې یې د ناسم پوهاوي او کله ناکله د سرحدي نښتو لامل کېږي.

ښاغلي کنعاني نن په تهران کې په یوه خبري ناسته کې له طالب چارواکو وغوښتل چې خپل پوله ساتي دې له سرحدي کرښو سره اشنا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالب جنګیالیو او ایراني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ تېره ورځ (یکشنبه، زمري ۹مه) د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په درویش سیمه کې د څووم ځل لپاره نښته شوې ده.

د سرچينو په وینا په دې نښته کې يو طالب وژل شوى او يو بل ټپي شوى دى.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ