ایران: د دولت جوړښت کې د افغانستان ټولو توکمونو ګډون له اوسني وضعیت څخه د بهر کېدو حل لاره ده

لخوا Aamaj News

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي وایي د دولت جوړښت کې د افغانستان ټولو توکمونو ګډون له اوسني وضعیت څخه د بهر کېدو اصلي حل لاره ده.

قمي نن (شنبه د زمري لومړۍ) د یو لړ توېټونو په خپرولو سره ویلي، چې د سیمې هېوادونو سره یې د خبرو اترو په دوام، تېره ورځ یې پاکستان ته د سفر پر مهال د افغانستان او دوه اړخیزو مهمو موضوګانو په اړه د یاد هېواد له چارواکو سره خبرې اترې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د ایران او پاکستان د ګډو خبرو اترو نوی پړاو د افغانستان په محوریت افغانستان کې له ترورېزم سره مبارزه، د ټول‌ګډونه دولت رغونه، امنیت، پراختیا او سیمه کې د پایښت لرونکي او جوړونکي فضا رامنځته کول دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دواړه لوري د افغانستان دولت کې د ټولو توکمونو ګډون له اوسني وضعیت څخه د وتلو اصلي حل لاره بولي.

د یادونې وړ ده، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپاڼه کې له دې لیدنې خبر ورکړی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ