خامنه اي پوتین ته: امریکایان زور ویونکي او چلبازان دي

لخوا Aamaj News

د ایران مذهبي مشر، آیت الله علی خامنه ای د روسیې له ولسمشر سره په لیدنه کې ویلی چې د لویدیځ د ډوکه مارۍ په وړاندي هوښیاري اړینه ده. نوموړي زیاته کړې چې امریکایان هم زورویونکي دي او هم ډوکه کوونکي.

د ایران مذهبي مشر په دغه لیدنه کې چې په (سه شنبه، جولای ١٩مه) په تهران کې تر سره شوه زیاته کړې ده: ”د پخواني شوروي د سقوط یو لامل د امریکا د سیاستونو په وړاندي غولول کېدل و؛ البته روسیه ستاسو (پوتین) په دوره کې خپله خپلواکي ساتلې ده.“

ښاغلي خامنه اي همدارنګه څرګنده کړې چې ډالر باید په تدریجي توګه له نړیوالو معاملاتو وویستل شي او دا کار په نږتدریجي ډول، شونی دی.

په دغه لیدنه کې د ایران مشر په اوکراین کې د روسیې د جګړې په اړه ویلی چې ”د اوکراین په قضبه کې که تاسو (پوتین) لاس په کار شوي نه وای، مقابل لوری د جګړې د پېښېدو لامل کېده.“

خامنه اي همدارنګه ناټو ”خطرناک شتون“ بللی او زیاته کړې: ”که لاره د ناټو په وړاندې پرانیستې وي، پولي نه پېژني او که په اوکراین کې یې مخه نه وای نیول شوی، څه موده وروسته یې د کریمې په پلمه، همدا جګړه په لاره اجول.“

دواړي لوري همداراز په سوریه کې د ګډي طرحي په اړه خبري کړي او خامنه اي د سوریې له ”حاصلخیزي او د تیلو بډایه فرات ختیځي“ سیمي څخه د امریکایانو د ویستلو غوښتونکی شوی دی.

پوتین هم ویلی چې ”ایران او روسیې په سوریه کې د ترهګرۍ په وړاندي د ګډي مبارزې په حال کې دي او هڅه کوو په پوځي برخه کې هم د دواړو هیوادونو او همدارنګه له چین سره درې اړخیزي پوځي تمرینات پراخ کړو.“

دا پنځم ځل دی چې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین د ایت الله خامنه یي سره د هغه د مشري په دوران کې ویني.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ