خامنه ای اردوغان ته: په سوریه کې پوځي برید به د ترهګرو په ګټه وي

لخوا Aamaj News

د ایران مذهبي مشر، سید علی خامنه ای دترکیې له ولسمشر سره په لیدنه کې ویلی چې په سوریه کې پوځي برید به د ترهګرو په ګټه وي.

ښاغلی خامنه ای د ترکیې له ولسمشر، رحب طیب اردوغان سره په لیدنه کې ویلی: ”له تروریسم سره خامخا باید معارضه وشي؛ خو په سوریه کې پوځي برید به د ترهګرو په ګټه وي، البته ترهګر هم په یوې ځانګړي ډلي نه محدودیږي.“

نوموړی زیاته کړې: ”موږ له ترهګرو سره په مبارزه کې په ډاډ له ترکیې سره همکاري کوو.“

د یادولو ده چې د ترکیې ولسمشر تېره شپه ناوخته ایران ته ورسېد او د دغه هیواد له چارواکو سره به لیدني ولري.

په ورته وخت کې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین هم تهران ته سفر کړی او ټاکل شوې چې له اردوغان او ایراني چارواکو سره د آستانې د مذاکراتو د بهیر او د سوریې د بدلونونو د څېړني لپاره درې اړخیزه ناسته ولري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ