د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ناصر کنعاني وایي هېواد یې له طالبانو هیله لري چې خپل پولهییز مسولیتونه ومني.
د ایران-ایرنا رسمي خبري اژانس نن (چهار شنبه د چنګاښ ٢٢مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند له قوله راپور ورکړی چې د وروستیو میاشتو په ترځ کې د افغانستان او ایران پر پوله ځینې کړکېچونو شتون درلود.
کنعاني د ایران او افغانستان د پولو امنیت د سوداګریز او اقتصادي اړیکو د پراخوالي لپاره خورا مهم بللی او زیاته کړې یې ده: « د افغانستان د چارسمبالو چارواکو څخه د ایران هیله دا ده چې خپل پولهییز مسوولیتونه ومني.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه خبرې په داسې حال کې کیږي چې طالب ځواکونه تر اوسه څو ځلې د ایران له پوله ساتو سره نښتي دي.
په تازه پېښه کې دواړه خواوې، د روانې اونۍ دوشنبه ورځ، د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ په پوله کې نښتي دي.